په پښتو ژبه کي ولي د (معشوق) لپاره نوم نه لرو؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

په پښتو ژبه کي ولي د (معشوق) لپاره نوم نه لرو؟

عبدالنافع همت

په فارسي ژبه کي فاعل ته (عاشق) او (مفعول) ته (معشوق یا معشوقه) وايي، ياني څوک چي مينه کوي هغه ته (عاشق) او له چا سره چي مينه کوي هغې ته (معشوقه یا معشوق) وايي، خو په پښتو ژبه کي مفعول نسته، د ميني دواړه اړخونه فاعل بلل کېږي چي نارينه خواته (مَيَن) او ښځينه خوا ته (مَيَنه) ويل کېږي. دا چي (عاشق) او (معشوق) نومونه له عربي څخه فارسي ته راغلي، ولي راغلي، څنګه راغلي، په عربي کي يې مانا څه ده، دا خبري زما د بحث موضوع نه ده. فولکلورپوهان وايي چي فولکلور تر ډېره حده په ځان کي د خپلي اصلي مبدا معلومات خوندي ساتي، په دې لړ کي ژبه هغه لوښی دی چي په خپل ځان کي يې ډېر پخواني دودونه او نور معلومات خوندي ساتلي دي. داسي ښکاري چي پخوا په پښتنو کي مينه يو اړخيزه نه وه، بايد دواړه اړخونه يو پر بل مين سوي وای لکه په ځينو ولسي نکلونو کي چي يې بېلګي لرو. که دواړه اړخونه يو پر بل مين سوي نه وای، نو دا اړيکه مينه نه بلل کېده، ځکه نو د يوې اړخيزي ميني لپاره نوم هم نه و، البته د هندي سبک پخوا دورې ښيم.
دوهمه خبره دا ده چي د پښتو په پخوانۍ شاعرۍ کي معشوق تل ښځينه جنس دئ، خو په فارسي شاعرۍ کي ډېر پخوا د نارينه معشوق يادونه سوې ده، آن دا چي عربي ژبي ته هم له ايران څخه د بچه بازۍ بد دود ورغلی دئ. په عربي شاعرۍ کي (ابونواس) يو ډېر مشهور شاعر دئ. د ده په شاعرۍ کي د نارينه جنس يا همجنس بازۍ ستاينه ډېره سوې ده. تر ابونواس مخکي په عربي شاعرۍ کي نارينه معشوق نسته. کله چي د اسلام د مبارک دين تر خپرېدو وروسته عرب قوماندانان پارس يا اوسني ايران ته ورغلل، نو د ايران ځينو غوړه مالو محلي خانانو او چارواکو دوی ته ښايسته هلکان په تحفه کي ورکړل او هغوی بیا دا هلکان خپلو خليفه ګانو ته په تحفه کي ورکړل، هغه و چي ورو ورو په عربو کي هم بچه بازي رواج سوه او بيا يې د درباري شاعرانو شعرونو ته لاره وموندله. د فارسي شاعرۍ هندی سبک له ايران څخه هند ته تللی او هلته يې وده کړې ده. کله چي د هندي سبک په پلوۍ پښتو شعرونه وويل سول، نو په پښتو شاعرۍ کي هم د نارينه جنس ياني هلکانو ستاينه پيل سوه، تر هغه مخکي يې نه د پښتو په ليکلو او نه په شفاهي شاعرۍ کي څرک وينو، نو لکه د مفعول معشوق لپاره چي په پښتو کي نوم نه لرو، دغسي د بچه بازۍ لپاره هم په پښتو کي نوم نسته. دا ناوړه دود او له دې دود سره تړلي ادبيات له ايران څخه عربو، هند او افغانستان ته راغلي دي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *