لوګر: خوښۍ ولسوالي کې کمانډو ځواکونو په ولسي خلکو چاپه وهلې، دوه وروڼه یې شهیدان کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

لوګر: خوښۍ ولسوالي کې کمانډو ځواکونو په ولسي خلکو چاپه وهلې، دوه وروڼه یې شهیدان کړي

د لوګر ولایت څخه راپورونه وایي، چې تیره شپه افغان کمانډو ځواکونو د یاد ولایت خوښۍ ولسوالي د سلطان خیلو په کلي کې په یو ملکي کور چاپه وهلې او دوه وروڼه یې شهیدان کړي دي

د سیمې اوسیدونکي وایي چې صفر ۱ قطعې د سلطان خیلو په کلي تیره شپه چاپه ووهله او د ګڼو کورونو دروازې یې ماتې کړي، د خلکو شتمني یې له ځان سره وړې او دوه تنه وروڼه یې په شهادت رسولي دي

دا برید داسې مهال کیږي چې د ولسمشر غني له لوري کمانډو ځواکونو ته د پراخو تهاجمي عملیاتو امر شوی چې په تیرو دوو ورځو کې یې د فراه، پروان ، خوست، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې لسګونه ملکیان وژلي دي

تر دا مهاله د حقوق بشر ادارې او یوناما هم په دغو ملکي وژنو خاموش دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *