بغلان: ”طالبان نه بلکې پخوانی تسلیم شوی اربکی بیرته دولت ته ورغلی“ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بغلان: ”طالبان نه بلکې پخوانی تسلیم شوی اربکی بیرته دولت ته ورغلی“

د بغلان دولتي چارواکي وایي چې نن په دغه ولایت کې پنځلس تنه طالب وسلوال دولت ته تسلیم شوي دي

ځایي چارواکو ویلي چې یادو کسانو د دولت پرضد وسلواله مبارزه کوله چې د دولت سره یوځای شول

خو د سیمې اوسیدونکو د افغان وطن همکار ته ویلي چې تسلیم شوي کسان طالبان نه بلکې یو ځایي اربکی قومندان وو چې یو کال مخکې طالبانو ته تسلیم شوی وو، اوس بیرته د دولت لیکو ته ورغلی

د سیمې اوسیدونکو ویلي چې نوموړی قومندان زمان نومیده او یو کال مخکې یې یوه پیغله لور یو دولتي پولیس ترې وتښتوله

دا چې دولت د نوموړي د لور دوسیه باندې سترګې پټې کړې نوموړی قومندان یې په عکس العمل کې طالبانو ته فناه یوړله او تسلیم شو، خو طالبانو په خپلو صفونو کې ځای ورنکړ او په کور یې کیناوو

د یوکال تیریدو وروسته نوموړی بیرته دولت ته ورغی او دولت د طالبانو په نوم تسلیم ورکړ

بل لور ته طالبانو ویلي چې یاد کس طالب نه بلکې د تالاوبرفک ولسوالي یو اربکی قومندان وو او دوی ته تیر کال تسلیم شوی وو

طالبانو ویلي چې د بل ځل لپاره به هیڅکله د نوموړي تسلیمي ونه مني

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *