افغان هوایي ځواکونو کندوز کې په ملکي کورونو بمبار کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

افغان هوایي ځواکونو کندوز کې په ملکي کورونو بمبار کړی

افغان هوایي ځواکونو کندوز کې په ملکي کورونو بمبار کړی

د کندوز څخه رارسیدلي راپورونه وایي چې نن ماسپښیڼ شاوخوا دوه نیمې بجې د افغان هوایي ځواک طیارو د خان اباد په ولسوالۍ کې د یو ملکي تن کور بمبار کړی او مکمل له منځه تللی

له سیمې څخه عیني شاهدان وایي چې تر دا مهاله یې د دووه ماشومانو او دوه تورسریو په شمول پنځه جسدونه له خاورو را ایستلي دي

په دې ورستیو کې افغان دولت یو ځل بیا د ملکیانو وژنې ته مخه کړې چې په نتیجه کې یې تیره ورځ په کندوز کې د ملکیانو یوه کښتۍ بمبار کړې وه چې شپږ تنه ښځې او ماشومان یې وژلي وو

همداراز تیره ورځ د افغان ځواکونو هوایي برید په کندوز کې یو ملکي روغتون بمبار کړو چې یو شمیر ملکي مریضان پکې ووژل شول

ورپسې تیر ماښام د پروان په خلازۍ سیمه کې کمانډو ځواکونو د روژه مات پر مهال په جومات کې روژه تیانو باندې مخامخ بریدونه کړي وو چې دولس تنه ملکي عوام پکې ووژل شول

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *