بیرغ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

بیرغ

حفیظ الدین پیرزاده

عربان یې عَلَم یا رایة بولي د نښې په مانا.
د پیدا کیدو تاریخ او لومړ‎ی جوړ‎ونکی یې نه دی مالوم، خو د شواھدو پر مټ ویلی شو چې د عیسی علی نبینا و علیه السلام تر پیدا کیدو زرونه کاله پخوا ایجاد شوی.
د مصر او یونان په زړ‎و تھذیبونو کې له فلزاتو یا اوسپنې څخه جوړ‎یدہ چې بیا په وروستیو زمانو کې پر ټوکر واوښت.
په پخوا زمانو کې به لښکرو د جگړ‎ې پر مھال د خپلې علامې یا نښې په توگه کاروہ او ھماغه به د فوځیانو د تجمع نکته وہ. بیا وروسته په ھر فوځ کې د ھرې قبیلې خپل بیرغ رائج شو.

په بخاري کې له ابن عباس رضی الله عنھما څخه روایت دی چې د پیغمبر علیه السلام د بیرغ رنگ تور او په منځ کې یې د لا إله الا الله محمد رسول الله مبارکه کلیمه لیکل شوې وہ، په ځینې نورو روایاتو کې د پیغمبر علیه السلام د بیرغ رنگ سپین ذکر شوی چې په منځ کې به یې ھمدا مبارکه کلیمه وہ.
د پیغمبر علیه السلام لِواء د گربت یا عقاب په نوم مشھورہ وہ.
په سمندرونو کې له ډیرې پخوا زمانې به بیړ‎یو د دوست او دښمن پیژندنې او یا د خپل تعارف لپارہ بیرغونه کارول چې د ۱۷مې میلادي پیړ‎ۍ په پیل کې دې کار قانوني بڼه غورہ کړ‎ہ او د بحري سفر پر مھال د بیرغ کارونه پر ټولو بیړ‎یو اجباري شول.
بیرغونه په پیل کې د فوځونو لخوا په جگړ‎و کې کاریدل، چې بیا وروسته کشتیو یې ھم کارونه پیل کړ‎ہ او ورپسې ھیوادونو ھم بیرغونه د خپلو ولسونو د سمبول په توگه وکارول.
اوس مھال د بیرغ کارونه دومرہ عامه شوې چې ستر تجارتي شرکتونه، سیاسي احزاب، نړ‎یوال سازمانونه، ټولنې، سپورتي ټیمونه او نور ډیر خپل بیرغونه لري.

د افغانستان بیرغ
افغانستان د خپل تاریخ په اوږ‎دو کې ډیر بیرغونه کارولي، دا اوسنی تور، سور او زرغون بیرغ له ۱۹۲۸ م څخه را پدیخوا په لږ‎ ډیر توپیر، کله لږ‎ څه زیات، کله لږ‎ څه کم، د افغانستان ملي بیرغ پاته شوی.
د علمای کرامو ( اصلي نوم ستونزې زیږ‎وي ) د حکومت پر مھال یواځې د بیرغ سرہ برخه په سپینه بدله شوې وہ.
که د کمونستانو دورہ ترې لیرې کړ‎و چې د ھغوی بیرغ د کمونیزم پر حساب سور و، نور ټول وخت ھمدغه بیرغ د افغانستان ملي بیرغ و.
بیرغ له عقیدې سرہ تړ‎او نه لري نو ځکه پر خوښونې یې ثواب نشته او نه خوښونه یې جرم نه دی، خو څرنگ چې د یوہ ھیواد بیرغ د ھغه ھیواد د ملي ھویت سمبول بلل کیږ‎ي نو اھانت او سپکاوی یې یوہ ملت ته په سپکه کتل دي چې دا کار قانوناً او اخلاقاً جرم دی.
د ډیري ھیوادونو د لوړ‎ پوړ‎یو چارواکیو په کار ځایونو کې دوہ یا تر دوہ ھم زیات بیرغونه موجود وي؛ یو یې د ھیواد ملي بیرغ وي او بل یې د ھغه د سیاسي گوند.

د ھیواد اوسنی ملي بیرغ نړ‎یوالو ھم د افغانستان د بیرغ په توگه منلی چې زموږ‎ د ویاړ‎لي ولس او لرغوني ھیواد استازیتوب کوي.
دا بیرغ د غرب ټامیانو او یا د ارگ جمبوریانو له ځانونو سرہ له خارج څخه نه دی راوړ‎ی چې موږ‎ ورڅخه د ھغوی سرہ د دښمنۍ له امله کرکه وکړ‎و، که د کابل گوډاگۍ ادارہ سبا ته مسجد خپل نښان وگرځوي نو آیا موږ‎ به د مسجد څخه ھم کرکه کوو؟!
موږ‎ باید ھڅه وکړ‎و خپل ملي بیرغ د دې گوډاگیانو له تسلط څخه آزاد کړ‎و!

ھمدا راز ملي بیرغ او د علمای کرامو سپین بیرغ له یو بل سرہ په تضاد کې نه دي او نه یو بل نفي کوي بلکې یو مو د ملي ھویت او بل مو د فکر استازیتوب کوي!
دواړ‎ہ دې سر لوړ‎ي او رپاند اوسي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *