صفر اعشاریه پنځه فیصده د دې چانس و چې سړی دې افغانستان کې دنیا ته راشي! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

صفر اعشاریه پنځه فیصده د دې چانس و چې سړی دې افغانستان کې دنیا ته راشي!

زمریالی اباسین

– که ترهګر روغتون په نښه کوي شکایت تري کوي، خو که دولت یې بمباروي هېڅ!
– د طالب ساحې ته چې ورځې د دولتي په نوم دې ټکوي او د دولت ساحې ته چې راشې د طالب په نوم دې واسکټ کش کوي!
– که چاپلوس او وطنفروش یې خیر دی کار کوه غټ غټ ګرځه، خو که د وطن-وطن ببولالې دې ویلې داعش هم ته یې، طالب هم ته یې او خاین او جاسوس هم ته!
– ستا په نوم به نړیوال خیرات درکوي چې سړک، کوڅه برښنا او… در جوړ کړي، له بهره راغلي سګ شویان او غله به یې درنه خپلو اوکونټونو/حسابونو ته ګرځوي!
– کرونا ویروس یې لا هم و چې خدای ټامیانو ته ورکړه؛ نه سېسټم معلوم دی، نه یې وسایل او ظرفیت د حساب وړ، نه یې متخصص نه یې وزارت پر کار پوه؛ خو چې پیسې راځي د دوی دي خوار غریب ولس ته وايي په ځان خیال ساته کور کې کې کېنه دوی به د دې وبا د کنټرول او خیراتونو پیسو ته بوجۍ نیولي وخته به یې ډکې کړي وي. ولس پرېږده چې په کور کې خپ و چپ له لوږې مړ شي کار خو یې هسې د سړیتوب نه و!
– تعلیمي او تخصیلي نصاب خو سړی لا بې سواده کوي او ترې راوتلي ماشیني چورګوړو غوندې ماسټران یې بیا که واسطه داره وي وزیر/معین/رییس مقرریږي، که نه نو خاورې دې په سر بادوي!
– که پیسې پیدا کوې ورشه له مافیا، مفسدو کړیو، غلو ټامیانو او سګ شویانو، قومندانانو، جګړه سالارانو ته بوټ پاکي کوه؛ کنه ګرځه درپه در او پرسنل/شخصي ونډ وهلو چلونه خپله زده کړه!
– جګړه چې هره ورځ حداقل ۵۰-۱۰۰ انسانان قرباني اخلي پایته رسول یې مهم ندي، خو کرونا چې پکې فنډونه او پیسې دي د کرښې اول سر کې د لومړیتوب په توګه مطرح کیږي او لنګه غوا یې ترې جوړه کړې ده!
– میلیونونه ډالر د ملت له خزانې وباسه د انتخاباتو ډرامه پرې جوړه کړه پر ټامیانو، قومندانانو، والیانو، ټوپکسالارانو یې وویشه، ډرملوګ ته میلیونونه ډالر نور ورکړه؛ خو چې پایلې یې پاکې دي نه پاکې او په پایله کې د توت هومره ارزښت هم نلري هېڅ خبره نشته د مېز پر سر کېنه د ولس سترګو کې خاورې وشینده او معامله وکړه!
– که په کلي کې درجونونه ماشومان وژل کیږي او ټوټې ټوټې کیږي خیر دی؛ خو چې د ښار وژل کیږي او رسنیز کیږي بیا نو د تمساح اوښکې تویوه او تشې غندنې کوه!
– که قومندان او زورسالار برښنا غلا کوي، که خلک وژني، که ځمکې عصبوي او که ښار کې یې د بدمعاشونو ډلې ټپلې جوړې کړي او له ریړې نیولې تر کور او نورو هفته ټولوي، دا هېڅ خبره نده؛ خو که یو څوک غواړي یو پاک، سالم، په قوانینو (؟) برابر کاروبار پیل کړي اړ دی چې له قومندان صیب، شاروالی صیب او عادي مامور پورې پیسې تېرې کړي که نه ګرځي دي دې کاروبار دې خوب کې وکړي!
– کارفرما/شرکت/رییس دې هېڅ نه کوي او لکه سپی دې مامور هر ډول کار ته نښتی وي، خو چې د امتیاز خبره پورته شي بیا نو ټول کرېډټ درنه د څوکۍ خان کش کړي ته ګرځه سپېره خوله!
– او سل نورې بدبختۍ چې د سړي له خپل وطن داسې زړه توروي چې وايي تذکره یې ورکړم او بیا بېرته هېڅ راونه ګرځم!!!
همدغو صفر اعشاریه پنځه فیصدو بدبختو کې کوم ناورین ندی چې ندی ورګډ؟ کوم عذاب ندی چې پرې ندی نازل؟ کوم فرعون دی چې پرې پادشاهي نه کوي؟ کوم ساعت دی چې سړی دي له واقعیتونو سره پکې د مخامخ کېدو توان ولري؟
اوس به ځینې مشروټان د فیل په غوږو کې ویده راپورته کیږي وايي “مثبت فکر کوه!”
دا مثبت اندیشي دې ستا سر وخوري چې پدې بدبختیو کې یې لاهم په زمزمه کولو خوند اخلې!!!!!!!!

اباسین بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *