د افغان ځواکونو په بیلا بیلو بریدونو کې لسګونه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې / ویډیو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د افغان ځواکونو په بیلا بیلو بریدونو کې لسګونه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې / ویډیو

نن د ماښام پر وخت د پروان مرکز خلازیو سیمه کې د تعلیم القران مدرسې پر مسجد په داسې حال کې برید شوی، چې خلکو روژه ماتی کاوه

د راپورونو پر اساس په دې برید کې چې لاسي بمونه هم پکې کارول شوي ۹ کسان وژل شوې او ۱۰ نور ټپیان دي

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د غزني په ګیرو او نن د کندوز په چهاردره کې صحي مرکزونه د ګډو ځواکونو لخوا بمبار شوي دي

په دغو بریدونو کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ګن شمیر ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ویډیو

په ورته وخت کې نن ماسپیښن د کندوز د علي اباد ولسوالۍ په هغه کښتۍ هم بمبارد شوی، چې ښځي او ماشومان یې انتقالول.

په دې برید کې ۴ ښځې او ماشومان وژل شوي، ۷ ټپیان دي او ۱ یو ماشوم په اوبو کې نادرکه دی

د ملکي خلکو د وژلو دا خبرونه په داسې وخت کې مخې ته راځي، چې د یوناما په ورستي راپور کې وسلوال طالبان د ولسي خلکو په وژلو ګرم بلل شوي وو.

تر اوسه پورې افغان حکومت په دې باره کې کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وسلوالو طالبانو دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او د جنایت نسبت یې ورته کړی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *