هرات: سلګونه ډاکټرانو او نرسانو د افغان حکومت پر خلاف لاریون کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

هرات: سلګونه ډاکټرانو او نرسانو د افغان حکومت پر خلاف لاریون کړی

هرات: سلګونه ډاکټرانو او نرسانو د افغان حکومت پر خلاف لاریون کړی

هرات کې د افغان حکومت پر خلاف ۳۰۰ ډاکټرانو د اعتراض په ډول لاریون کړی دی.

دوی ادعا درلوده چې د افغان حکومت له لوري ورته د تیرو دریو میاشتو تنخوا نه ده ورکړل شوې

د ډاکټرانو او نرسانو په وینا چې د حکومت دا چلند له دوی سره په داسې حال کې دی چې هره ورځ له کرونا سره په مبارزه اخته دي او د خپل ولس په چوپړ کې دي.

دوی ویل، زموږ ژوند پوره په خطر کې دی.

لکه څنګه چې مناسبه وه، په هیواد کې د کورونا په ضد مبارزه ونشوه او اکثره هغه مرستې چې شوې وې، پراخ مالي فساد پکې وشو.

د سیاسي شنونکو په اند افغان حکومت په معاملو اخته دی.

واشنګټن میشتی سیاسي کارپوه واحد فقیري لیکي: ”‏ په افغانستان کې کورونا په سرعت خورېږي، خو د کابل رژيم په معاملو اخته دی“

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *