طالبان: ډیورنډ کرښه د دوو ملتونو مسئله ده،چاته حق نه ورکوو،چې په اړه یې تصمیم ونیسي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبان: ډیورنډ کرښه د دوو ملتونو مسئله ده،چاته حق نه ورکوو،چې په اړه یې تصمیم ونیسي

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې د ډیورنډ کرښې په اړه څرګندونې کړي دي.

نوموړي د ډیورنډ کرښې مسئله د دوو ملتونو مسئله یاده کړې او ویلي یې دي، چې چا ته حق نه ورکوي چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

”‏ډیورنډ کرښه د دوه ملتونو ترمنځ مسئله ده، مونږ دا حق نه ځان او نه هم بل نظام ته ورکوو چې په دې اړه تصمیم ونیسي.“

مجاهد زیاته کړې چې په دې اړه به په داسې وخت کې دواړه ملتونه پرېکړه کوي چې موږ له جنګه وتلي وو او یو قوي واحد مرکزي نظام رامنځته شوی وي.

د ده په ټکو: ”‏په دې اړه باید دواړه ملتونه پریکړه وکړي، په داسې وخت کې چې مونږ له جنګ وتلي وو، سالم او واحد مرکزي نظام منځته راغلی وي.“

مجاهد دا خبرې له پیام افغان تلویزون سره په مرکه کې کړي دي.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې افغان حکومت د طورخم دروازه په رسمیت پیژندلې او همدا راز په ډیورنډ کرښه د افغان حکومت سره په مفاهمه پاکستاني ځواکونو اغزن تار تیر کړی.

افغانانو د افغان حکومت دغه کړنه په سختو ټکو وغندله او دا یې د ډیورنډ د رسمیت پیژندې په مانا کړه.

ځینو سرچینو خو دا هم ویلي چې افغان حکومت له پاکستاني حکومت سره دغه کرښه په رسمیت منلې او توافق ورسره اوسني د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر لاسلیک کړی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *