د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا خپله خبره تکرار کړې او ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان کې د پولیسو وظیفه اجراء کوي.
نوموړي دا خبرې د وال سټریټ ژورنال په ځواب کې کړې دي.
ده لیکلي: ” امریکا په افغانستان کې ۱۹ کاله پاتې شوې، زما تصمیم بې سوچه او یو دمي نه دی، امریکا هلته د پولیسو وظیفه اجرا کوي.“
ټرمپ ورته خبره د کابل او ننګرهار د بریدونو په اړه هم کړې وه، او ویلي یې وو چې افغانان باید خپله هر څه سم کړي.
نوموړی دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې د امریکا او طالبانو د شوې توافقنامې په اساس امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.
داسې ښکاري چې ډونالډ ټرمپ د امریکا لاسونه په بشپړ ډول له افغانستانه راوباسي، همدا لامل دی چې تل یې په خبرو کې د امریکا د تیرو ولسمشرانو په پالیسیو نیوکې کړي دي.
څرگندون