د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد دوحې ته رهي شو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: خلیلزاد دوحې ته رهي شو

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تګ خبر ورکړی دی.

خلیلزاد د روانې میاشتې په ۱۷مه نیټه له امریکا څخه د قطر پر لور رهي شو.

نوموړی به له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه وغږیږي، که څه هم طالبانو وار له مخې د توافقنامې د عملي کیدو په صورت کې مذاکراتو ته بشبړ چمتوالی ښودلی دی.

خلیلزاد به همدا راز له قطر څخه وروسته کابل ته ولاړ شې او هلته به له افغان سیاسیونو سره د بین الافغاني خبرو د پیل د نیټې په اړه بحثونه وکړي.

خلیلزاد په داسې حال کې یو ځل بیا د سفر موزې په پښو کړي چې وړمه ورځ د ډاکټر اشرف غني او عبدالله ترمنځ یو سیاسي توافق لاسلیک شو چې له مخې یې عبدالله عبدالله د مصالحې عالی شوری رئیس او د حکومت ۵۰ فیصده واک د نوموړي لاس ته ورغی.

باید وویل شي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافق له مخې د بین الافغاني خبرو د پیل نیټه د مارچ میاشتې ۱۰ مه ټاکل شوې وه، خو د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو ځنډیدل راغلل، چې دا د طالبانو لپاره د خبرو د پیل نه مخکې مهم شرط وو.

تازه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له پیام افغان تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې افغاني جهتونه باید اوس له دوی سره خبرو ته کیني، کنه په ټکو یې د امریکایانو له وتلو وروسته به د کابل ادارې بد حال وي او په بده ورځ به له موږ سره خبرو ته رامخکې شي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *