‏د غني او عبدالله د موافقې په اړه یوه لنډه تبصره: – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

‏د غني او عبدالله د موافقې په اړه یوه لنډه تبصره:

‏د غني او عبدالله د موافقې په اړه یوه لنډه تبصره:

واحد فقیري

‏د غني او عبدالله سیاسي موافقه به د هغوی تر مینځ سیاسي کشمکش لا زیات کړي. د هغوی تر مینځ به دوښمني او بې اعتباري لا ډېره کړي. او ډیر ژر به د یو بل پر ضد منفي تبلیغات شروع کړي.

‏عبدالله به هڅه وکړي چي د سولي په برخه کي څه پرمختګ وکړي، او ځان فعاله وښيي. ځکه دا د عبدالله په ګټه ده. ملي او جهاني حیثیت يې ورجګوي. هغه پوهېږي چي د سولي په برخه کي پرمختګ کول به د امریکا توجه لا ورجلبه کړي، او ښايي د موقتي حکومت د ریاست لپاره يې چانس زیات سي.

‏عبدالله به کوښښ وکړي چي د بندیانو د آزادولو په برخه کي مثبت اقدام وکړي. هغه به له غني څخه وغواړي چي د بندیانو آزادول یو شرط دی، او باید پوره سي.

‏خو غني به هڅه وکړي چي عبدالله ناکامه کړي. په اصطلاح هر ځای چېلک ور واچوي. د بندیانو د آزادولو په لاره کي خنډونه ایجاد کړي. ځکه غني ډارېږي چي د عبدالله او امریکا نژدې کېدل به د ده په زیان تمام سي.

‏نو لهذا، ارګ او سپیدار به د بزکشۍ میدان سي. مارشال دوستم به د پخوا په څېر پر دوره ور ته ناست وي، او موقع ته به انتظار باسي.

‏په عین زمان کي امریکا به هڅه وکړي چي د عبدالله ملاتړ وکړي،‌او دننه په رژیم کي د غني پرضد نظامیان او سیاستوال راوپاروي. په اصطلاح د غني پر خلاف یو ډول سپینه کودتا منظمه کړي.

‏خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کي لیکي حکومت باید د عبدالله «مخلصانه» حمایت وکړي، او تېر «اشتباهات» تکرار نه کړي. پامپیو وايي چي دواړه مشران باید «چسپ» بین الافغاني خبرو ته ننوزي، ځکه دې سیاسي بحران ډیر «وخت ضایع» کړ.‌

‏امریکا به غني لا منزوي کړي. د عبدالله صفتونه به شروع کړي. او په داخل کي به جنګسالارانو او نظامیانو ته داسي وښيي چي ګواکي له غني څخه بېزاره ده. د واشنګټن دا چل به خلګ د عبدالله طرف ته ورجلب کړي. هر څونه چي عبدالله امریکا ته نژدې کېږي،‌ په هغه اندازه به غني د خنډونو په ایجادولو کي لا زیار وباسي. د سبوتاژ تبه به یې لا زیاته جګه سي.

‏دغه راز، امریکا به طالبانو ته لا نژدې سي، او زیاته همکاري به ورسره شروع کړي. ټرمپ به مجبوره سي چي د کابل ګوډاګیان عاق کړي. او د طالبانو د بشپړ حاکمیت لپاره سهولتونه ایجاد کړي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *