غزني: موټر بم افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، مسؤلیت یې طالبانو منلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

غزني: موټر بم افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، مسؤلیت یې طالبانو منلی

غزني: موټر بم افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، مسؤلیت یې طالبانو منلی

نن سهار ۵ بجي د غزني په ښار کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې په مرکز د هاموي موټر په واسطه موټر بم برید شوی

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې په یاد برید کې د کنډک د قومندان نقیب الله ارګوني په ګډون ۵۶ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان دي

د مجاهد په خبره چې د برید په پایله کې د یاد مرکز ډیره برخه له منځه تللې ده

د غزني د عامي روغتیا ریاست وایي، ټول ټال ۴۷ کسان وروړل شوي، چې ۷ کسان مړه او ۴۰ کسان ژوبل دي چې په ټپیانو کې د اتو نورو حالت د اندیښنې وړ دی

د غزني ولایت ویاند عارف نوري هم رسنیو ته ویلي، چې په ټپیانو کې د ۸ کسانو حالت خراب دی او کابل ته مو انتقال کړي دي

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په کابل کې د ډاکتر اشرف غني او عبد الله عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت سیاسي توافق لاسلیک شو

طالب وسلوالو وروسته له هغې خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته د طالب وسلوالو پر ضد د تهاجمي عملیاتو امر ورکړ

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *