د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ په ګډ حکومت توافق؛ او غبرګونونه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ په ګډ حکومت توافق؛ او غبرګونونه

ولسمشر غني او عبدالله د تیرو انتخاباتو له اوږده او جنجالي پړاو تیریدو وروسته نن یوځل بیا د تېر په څېر د ګډ حکومت موافقه لاسلیک کړه

د دې موافقې له مخې به ډاکټر عبدالله له ولسمشر غني سره د راتلونکې دورې حکومتې چارې، د ولایتونو لپاره د والیانو تعین، سفارتونه، او وزارتونه نیم په نیمه تقسیموي

دا پریکړه د دواړو له لوري داسې مهال لاسلیک شوه چې تر دې وړاندې دواړو جلا جلا د ولسمشرۍ لوړې تر سره کړې وې

د توافق له امضاء وروسته ولسمشر غني وویل چې له جناب محترم ډاکټر صیب عبدالله څخه مننه کوم چې دا دروند مسؤلیت یې واخیست، او زه په هغه باور لرم چې د سولې پروسه به ښه مدیریت کړي او هغه زما له اوږو بار سپک کړ

بل لور ته عبدالله هم له لاسلیک وروسته په خبرو کې وویل چې د واک شریکول ورته لویه ننګونه وه خو د الله جل جلاله د رضا او د هیواد د مصالحو په خاطر یې دې پریکړې ته تن کیښود

عبدالله زیاته کړه چې واقعیت دادی چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي او مرستې کموي، ددې لپاره اړینه وه چې یو داسې توافق تر سره شي

د شوي توافق له مخې به ولسمشر غنی او ډاکټر عبدالله والیان، د والیانو مرستیالان ،سفارتونه، وزارتونه ،او نور لوړ پوستونه په خپل منځ کې ۵۰ ،۵۰ فیصده ټاکي

د دغه توافق وروسته د اشرف غني کمپایني پلویانو په هیواد دننه او بهر د نوموړي پر وړاندې توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې اشرف غني ته د سولې لپاره جمهوریت او اساسي قانون سره کرښه وه خو د چوکۍ لپاره له هر څه تیر شو او دوهم ځل یې د ولس په رایو په داسې حال کې معامله وکړه چې د انتخاباتو د کمپاین پر وخت یې د ولس د رایو پر سر له معاملې کولو انکار کولو

د دواړو ولسمشرانو د توافق په سند کې جنرال دوستم ته د مارشالي رتبه هم لاسلیک شوې چې دې خبرې هم د افغانانو تر منځ توند غبرګونونه راپارولي دي

عبدالرشید دوستم په افغانستان کې درېیم کس شو چې د مارشالۍ رتبه ورکول کیږي

زیاتره افغانان وایي، چې یو جنګي مجرم د دې په ځای چې محکمې ته کش شوای د مارشالي رتبه ورکول ډیره خندونکې او د ټولو قوانینو خلاف پریکړه ده چې د ګډ حکومتدواړه مشران یې په لومړۍ ورځ امضاء کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *