د اسلامي امت سالار – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د اسلامي امت سالار

دکتور هاتف مختار

زموږ او ستاسو غوندې انسان وو، څنګه چې مور او پلار په ما او تا څنګه نومونه ږدي، په ده یې هم همداسې عادي نوم کیښود، لومړی یې د کلي جمات ته سیپاره په لاس ولیږه، الف با یې زده کړل، چې لږ ستر شو، په یو بل کلي کې په یوه حجره کې دیره شو، وظیفه یې هم راټولوله او د ملا امام نه یې نحومیر او نور همزولي کتابونه ویل، دا سلسله همداسې روانه وه، ځوان شو، خدای توفیق ورکړ چې د حدیثو دوره وکړي، په دې وخت کې به نو خلکو ده ته د عالم او مولوي نسبت کاوه، طبعاً د ټولنې تقاضا هم له داسې خلکو زیاته وي او ګوته ورته نیول کیږي.
دې سړي په خپل علم عمل پیل کړ، لومړی یې د انسانیت فابریکه (مدرسه) جوړه کړه، خلک یې رادعوت کړل چې بچیان ورولي، دا کار پسې وغځېد آن تر دې چې د خدمت ساحه یې ولایتونو ونیوله.
هر وخت به چې د وخت حاکم نظام د اسلام په خلاف اندک ترین ګام هم اوچت کړ، دا کس او د ده ترلاس لاندې روزل شویو به یې په خلاف سنګر نیولو او مقابله به یې ورسره کوله، تر هغو چې د دوی په خوښه کار به وشو.
روسان افغانستان ته د وخت د پرمختللي ځواک په توګه راغلل او دا هیواد یې اشغال کړ، د تېر په څېر یو ځل بیا علماوو د خپل مسؤلیت له مخې د شوروي یرغل په خلاف مبارزې ته راودانګل او د جهاد اعلان یې وکړ.
په دې وختو کې یو نوم راښکاره شو، دا نوم به هغه وخت ضرور د هر چا په خوله وو چیرته به چې د شوروي عسکرو د شکست کیسه کېده، په اشغالګرو روسانو هم د دې نوم سخت هیبت او رعب پروت وو، ترې ترهېدل تر دې چې ترې وبه تښتیدل.
کله چې شوروي اتحاد ټوټې ټوتې او له افغانستان شکست خوړلی ووت، د ځینو جهادي مشرانو لخوا د قدرت په سر جګړه ونښته، د دې جګړې قرباني تر ډیره کابل وو خو په عموم کې یې ټول هیواد ځپلی وو، د دې خپلمنځیو جګړو پر مهال نو دا کس د یو مصلح په توګه رامیدان ته شو، ډیر کوشش یې وکړ چې د جهاد ثمره ضائع نه شي او د افغانانو هیلې له رژیدو وژغوري خو تقدیر کې هغه لیکل شوي وو، څه چې وشول او د ده هڅو هېڅ نتیجه ورنکړ.
طالبانو نو تقریباً په نیمایي هیواد کنټرول ترلاسه کړی وو، د طالبانو لپاره یو مهم د مقابلې ځای دا کس هم وو، کوم چې زموږ د لیکنې موضوع ده خو هغه د توقع خلاف داسې څه وشول چې د یو عادي انسان په وس نه ده پوره، دې کس خپلې ټولې وسلې او خپل مجاهدین د طالبانو په واک کې ورکړل، دا به تاسو ته یوه عادي خبره ښکاري خو داسې نه ده، سمه ده د دې خبرې لیکل او لوستل رښتیا هم عادي دي خو د دې جریان ستروالی به تاسو ته هلته مالوم شي چې کله تاسو په څو ولایتونو کې د دې کس نفوذ ووینی او بیا د روس په خلاف جهاد کې د ده نړیوال شهرت.
د طالبانو په نظام کې چې څنګه مناسبه وه، دا سې ونشول، دا سړی په یو ډیر عادي منصب مقرر شو خو ده په پټه خوله، د سمعنا او اطعنا په اساس د لبیک لاسونه په سینه نیولي وو.
د امریکا د زوال وخت رارسیدلی وو، افغانستان ته راغله او هیواد یې اشغال کړ، دا کس بیا هماغه خپل سنګر ته ستون شو او ټوپک یې اوږې ته کړ، د ناټو په خلاف جهاد یې پیل کړ، څه عجیبه بختور سړی وو، د نړۍ د دوهمې امپراتورۍ په خلاف جهاد کې یې چانټه تړلې او ټوپک په اوږه دی، یو زوی یې د جهاد په لار کې شهید شو، لکه ګل داسې وو ځکه رنګ او شکل یې هم د ګل وو، عمر یې هم د ګل شو، وخت تیریده، بله د زړه ټوټه یې ترې جدا شوه، خو دا سړی خم نشو بلکې هوډ یې نور هم پیاوړی شو، لږ وخت نه وو تیر شوی چې یو بل غر هم ونړېد او تکیه یې ترې لرې شوه، په دې وخت کې نو ډیر کلونه پرې اوښتي وو، بدن یارې نه ورسره کوله، ناځوانه مرضونو ورته رامخه کړې وه، د بستر یې کړ خو ملي احساس او د مبارزې سنګر یې هماغسې ګرم وو، دی له ځان سره لګیا وو او کوشش یې کولو چې خبل بدن ته قناعت ورکړي او یو ځل بیا عملاً د سنګر په خاورو ځان خړ کړي چې په دې وخت کې یې د بل ارمان د رژیدو غږ هم تر غوږ شو، ورته وویل شول پلانی بچی دې شهید شو خو د دې کس د کفارو په خلاف کرکه کمه نشوه او هماغسې په ولولو او جوش کې وه، په تقدیر کې یې مرګ د بستر لیکل شوی وو خو اجر یې د شهادت. ان شاءالله، لکه خالد بن ولید چې د خپل ژوند ډیره برخه یې په جهادو کې تېره کړې وه خو شهید نشو او پخپل مرګ وفات شو، دا کس هم دغسې له دې فاني نړۍ وکوچید او تر شا یې یو له ویاړونو، کارنامو، قربانیو، مبارزو او جهادونو ډک تاریخ پریښود. روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله.
دا کس چې پیدا شو، پلار یې جلال الدین نوم ورباندې کیښود، چې کله یې د حدیثو دوره وکړه مولوي جلال الدین شو، چې د روس په خلاف جهاد ته رامخې ته شو، حقاني هم شو او کله یې چې د امریکایي یرغل په خلاف جهاد کې ونډه واخسته د دوو جهادونو قائد مولوي جلال الدین حقاني شو او چې کله یې هم خپلې څلور د زړه ټوټې ورژېدې نو د څلورو شهیدانو د پلار لقب یې هم ترلاسه کړ

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *