فراه: قلعه ګاه ولسوالۍ طالبانو د تونل له لارې انفجار کړې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

فراه: قلعه ګاه ولسوالۍ طالبانو د تونل له لارې انفجار کړې ده

له فراه ولایت څخه رارسیدلي راپورونه وایي، چې وسلوالو طالبانو ددې ولایت د قلعه ګاه ولسوالۍ ته تونل ور وهلی او انفجار کړې یې ده

له سیمې څخه ځینې سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو تونل د ولسوالي امنیه قومنداني ته ور وهلی وو او له انفجار سره د امنیه قومنداني وداني بشپړه له منځه تللې او سرتیرې له خاورو لاندې بند پاتې دي

ځینې سرچینې وایي چې له انفجار وروسته د طالبانو لیزري قطعې هم په یاده ولسوالۍ بریدونه کړي دي

تر اوسه افغان دولت او وسلوالو طالبانو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *