خلیلزاد: طالبانو په خپلو وعدو عمل کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

خلیلزاد: طالبانو په خپلو وعدو عمل کړی

خلیلزاد د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت او امریکايي خبریالانو سره نوې مرکه کړې ده

نوموړی په دې مرکه کې په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه هم غږیدلی

خلیلزاد ویلي، طالبان او داعش د یو بل سخت دوښمنان دي او په ټکو یې چې د دشت برچي او ننګرهار ترهګریز بریدونه داعش کړي دي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې په تېرو څو ورځو کي له ولسمشر غني سره نه دی غږیدلی

خلیلزاد د یوه سوال په جواب کې ویلي: ”زه د امریکا د حکومت لپاره کار کوم، زه به تر هغه پورې خپلې وظیفې ته دوام ور کړم، څو پورې چې د جمهور رئیس ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو خوښه وي.“

نوموړي د طالبانو او امریکا شوي تړون ته په اشارې سره ویلي، چې طالبانو په خپلو وعدو عمل کړی او د دوی د متحدینو په عسکرو يې بریدونه نه دي کړي.

د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه نوموړي خبرداری ورکړی، چې د شروع کیدو په اړه یې بحث روان دی.

د ده په ټکو: ”د بین الافغاني خبرو لپاره د نوي تاریخ تعیینول تر بحث لاندي دي، موږ په کابل کې د یوه همه شموله حکومت د جوړېدو په اړه مثبت راپورونه اورو.“

خلیلزاد دا خبرې په داسې حال کې کړي چې به دې وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې دوه خونړي بریدونه وشول چې لسګونه ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار د برید پړه د داعش ډلې په غاړه واخسته او د کابل برید افغان حکومت د طالبانو کار وباله.

وسلوالو طالبانو په دواړو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *