پنټاګون: په افغانستان کې به د جولای تر ۱۵مې پنځه نورې نظامي اډې تخلیه شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

پنټاګون: په افغانستان کې به د جولای تر ۱۵مې پنځه نورې نظامي اډې تخلیه شي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل د تقسیم اوقات سره سم جاري دي، او د جولای پر ۱۵ به امریکايي نظامیان پنځه اډې تخلیه کړي.

دغه راز د بل کال (۲۰۲۱) په پسرلي کي به ګرده امریکايي عسکر له افغانستانه راوتلي وي.

سپینه ماڼۍ وايي«جمهورریس ټرمپ وعده کړېده چي امریکايي عسکر خپل وطن ته راستانه کړي، او هغه به خپله دا ژمنه پوره کړي.»

امریکا وعده کړېده چي نه یوازي به خپل عسکر راوباسي،‌ بلکي خپل ټول استخبارات، امنیتي قرار دادیان، او نظامي مشاورین به هم راوباسي. د ناټو عسکر به هم راووځي.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک یسپیر وايي له افغانستانه راوتلي عسکر به د چین پر خوا ور سوق کړي.

ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل له افغانستانه زیات امریکايي عسکر خپلو کورونو ته راستانه سويدي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *