پاچا ! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ

پاچا !

محمد اسماعیل یون

کاشکې مجنون شې او پر دې وطن مین شې پاچا !
لکه اوبه ، لکه باران د دې چمن شې ، پاچا !

چا وې (( طارق)) او ((مریم )) دواړه دلته ژوند تېروي؟
که دا رښتیا وي ، نو وطن ته به هوډمن شې پاچا !

خپله پوهېږې ، نه یې طب او نه یې عقل مني !
د غوړه مالو په منطق که زرکلن شې پاچا !

بیا به په عمر کې د جنګ سندرې و نه وایې!
د جنګ (( هیبت)) سره که یو ځل تن په تن شې پاچا !

چا وې (( لوطي )) به د زمریو سرلښکر کړې غوره؟
نه چې لښکر دې او ته هم په کې پمن شې پاچا !

د غوړه مالو د ضرر حد به معلوم شي درته
چې له ګړنګه راګوزار او په کفن شې پاچا !

د دې وطن د عزت هر دښمن په سر ګرځوې
چې تاته دروغ نه وایپي ، هغو ته اغزن شې پاچا !

د سپېدار ماڼۍ ته پورته ور کتلای نه شې !
په دې خو نه کېږي چې خپلو ته دښمن شې پاچا !

سهار وعده ، غرمه کې دروغ او په ماښام کې دوړې
نه چې د درغو په قاموس باندې تورن شې پاچا !

ما ته د روغ سلطان په خوی کې دا ښه نه ښکارېږي
چې مخاطب ته یو ناڅاپه قهرجن شې پاچا !

موږ دې ملاتړي یو ، موږ بېرته شاته نه را ګرځو
کاشکې چې ته هم خپلې ژمنې ته لږ ژمن شې پاچا !

قسم پر خدای چې پاچا ستا د ژوند ښېګڼه غواړم
هسې نه بیا رانه په دې درد هم دردمن شې پاچا !

چې ټول راټول کړې د وطن بچي ، په مینه غېږ کې
زموږ دعا ده چې راخور پر خپل وطن شې پاچا !

۲۶/۲/۱۳۹۹
کابل

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *