د کاروان نوی غزل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ

د کاروان نوی غزل

مینې چې ستا هیله په نړۍ کې وي
ګل به په دې دښته خونړۍ کې وي

تا چې په پستو ګوتو اوبدلې ده
زر تاره ورېښم به په شړۍ کې وي

خوله چې د ژوندون د ماشوم ورانه شوه
مرچ به یې خوړلی په مړۍ کې وي

ښکل یې کړه شاه رګ په لویه تنده کې
چې رڼې اوبه یې په غړۍ کې وي

روح یوه بلبله ده نغمې وایي
ناسته په نښتر که په څېړۍ کې وي

ته یې په بدرنګو تیږو مه وله
دا ښکلي خو یو نیم په پېړۍ کې وي

کولپ دې چېرته هم نه وي نغمه د ژوند
شړنګ دې په بنګړو په هتکړۍ کې وي

یه د بېلتانه طوفانه بېرته ځه
مه کوه مین به په بېړۍ کې وي

ګوړه ګوړه زړه کاروانه و لره
خوند به په ګړۍ ګړۍ ګړۍ کې وي

ثور ۶ – ۱۳۹۹ خوست توره وړۍ

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *