لوګر: افغان ځواکونو د سعودي مسافر چې کور ته پر لاره وو، وژلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

لوګر: افغان ځواکونو د سعودي مسافر چې کور ته پر لاره وو، وژلی

د لوګر ولایت څخه رارسیدلي راپورونه وایی، چې تیره ورځ د لوګر ولایت د مرکز اړوند بیدک سیمه کې په هغو دوو تنو وروڼو چې یو یې تازه له سعودي څخه راغلی وو او بل یې مخې ته ورغلی وو او کورته پر لاره وو افغان ځواکونو ډزې کړي او دواړه یې ویشتلي دي

د سیمې د اوسیدونکو په وینا چې د افغان عسکرو په ډزو د سعودي څخه تازه راغلی مسافر وژل شوی او ورور یې سخت ټپي دی

دا لومړی ځل نه دی، چې ورته پیښه تکراریږي بلکه تر دې وړاندې هم د افغان سرتیرو په مخامخ ډزو بیګناه ملکیان په قصدي توګه وژل شوي خو چاراکو یې په وړاندې خاموشي غوره کړې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *