د افغانستان د سیندونو په اړه د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت مقاله ! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان

د افغانستان د سیندونو په اړه د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت مقاله !

د وچو ډاګونو د دښتو او میرو له څنګه لوی سیند بهیږي مګر دغې و چې بیدیا ته اوبه نه ورکوي. په دغسې وچکالۍ کې چې په اوبو باندې سرونه ماتیږي سیند لکه شوم بخیل په شتاب درومي او زموږ تندې ته نه ګوري.
کله چې سیند په چپو راشي کورونه او اباد پټي هم له ځان سره یوسي. همدغه سیند له موږ هغه خوا بل راز روان دی او له نورو سره یې رویه بل راز ده. هلته دغسې ورانۍ نه کوي. دومره بخل نه لري دغه راز بې رحمي پکې نشته هلته د سیند په غاړه زر شویان د سیند له شګونه زر را باسي.
ماهیګران په کې په خروارو کبان نیسي او ښکاریان یې په لوی او ستر ډنډ کې هیلۍ ولي. هلته له سیند نه ډېرې لویې ویالې بیلې شویدي، ډېر لوی لوی ډاګونه له اوبو لاندې شوه. کلي او ښارونه اباد شوه.
شاړې ځمکې په ثمر راغلې، د غلو او میوو پکې څه کمی نشته. هلته د سیند په مخکې لوی لوی بندونه جوړ شوه. د بریښنا ماشینونه ودریده، فابریکې او کارخانې په کارو لویدې، خلک اباد او ماړه شوه.
دا سیند ولې دلته دغسې او هلته هغسې دی.
موږ ته په قهر دی او په هغوی پیروزینه لری، دلته ډېر تند او په خیزو روان دی، هلته غلی او ارام بهیږي.
دلته کوږ وږ ځي او هلته مجرا بدلوي، هلته پخپله ټاکلي لاره روان دی او بې لارې نه ځي، په رښتیا چې سیند دلته ډېر ورانی کوي او هلته د یوه نظام او قانون تابع دی چې ورانۍ ته یې نه پریږدي.
زموږ ګناه د سیند په غاړه ده، سیند له موږ نه ډېر څه وړي دي او ډېر یې رانه وژلي دي، دا سیند خوني سیند دی او له موږ سره یې زړه دښمني ده، څو ځله یې زموږ کورونه وران کړي او اباد پټي یې رانه په وارو وارو وړي دي.
زموږ ټوله ګناه د سیند په غاړه ده. سیند زورور دی او په موږ باندې هر وخت ظلم او تیری کوي.
آه – موږ څومره ناپوه یو چې دغه راز فکر کوو او پخپله ګناه نه پوهیږو موږ خپله ګناه د سیند په غاړه اچوو، د سیند په غاړه خو موږ پراته یو په رښتیا چې دا زموږ ګناه ده، د سیند نه ده.
سیند له چا سره دښمني نلري، سیند هر تږي ته اوبه ورکوي او د هر چا خیرنې جامې پاکوي. سیند پوخ کار غواړي او پاخه بندونه ورته په کار دي. که زموږ کار پوخ وای او زموږ بندونه پاخه وای زموږ ویالې نه وچیدې او زموږ پټي اوبو نه وړل.
موږ د سیند په بندوبست پوه نه شو او له سیند نه مو کار وانخیست. دا سیند د ژوند او حیات سیند دی په ده کې د ورانۍ او ودانۍ دواړه قوتونه موجود دي. سیند د هر چا طرف او استعداد ته ګوري هغو ته اوبه ورکوي. د منګي خاوند او د منګوټي خاوند ته سیند برابره برخه نه ورکوي اونه وړو لښتوته د لویو ویالو په اندازه څه ورکولی شي.
سیند د هر چا کار ته ګوري او هغسې ورسره کوي یعنې خام بندونه ورانوي او پاخه بند ته ځان تسلیموي. هغه څوک چې د ژوندانه سیند پخپل سر پریږدي او یوه سمه مجرا ورته نشي ټاکلی له ژوند نه استفاده نشي کولی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *