د اوښانو لپاره غټې دروازې ساته! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د اوښانو لپاره غټې دروازې ساته!

دکتور هاتف مختار

چې اوښان ساتې دروازې به دې هم غټي وي، چې جګړه دې انتخاب دی، مرګونه به هم زغمي.
تاسو به هغه کسان لیدلي وي چې د سولې په ځای یې په جګړه کې ګټې تأمین وي او د جګړې اور ته په غیر مستقیم او یا هم مستقیم ډول پوکی ورکوي خو چې کله په کوم ځای کې په اصطلاح د اردو سرتیري ووژل شي، د دوی له خولو به زګونه بادیږي او لکه بې مهاره….. هر چا ته خوله وراچوي.

دوی فکر کوي چې په دې خبرو او نارو به دا ملت غلط کړي، خو هېڅکله نه. ته که د افغان په مرګ رښتیا خپه کیدای، تا به هغه بمبارد هم غندلی وای چې د امریکایي پوځیانو لخوا ترسره او لسګونه بې ګناه افغانان پکې شهیدان شوي، تا به هغه چاپه هم غندلې وای چې د ګډو ځواکونو لخوا د شپې په نیمایي کې وهل کیږي او له یوه مخې ماشوم، سپین ږیری، سیاسرې او ځوان ټول پکې وژل کیږي، تا به هغه برید هم تقبیح کړی وای په کوم چې د همدې خاورې بچی طالب وژل کیږي.
خو نه، داسې نه ده، په تا کې دومره ضمیر له کومه شو؟
هر کله چې خبره داسې ده نو بیا دې مرګو ته ځان تیار کړه، په بې ځایه چیغو د ملت د تیرباسلو هڅه مه کوه، جګړه چې کوې، سل به نور دغسې تریخ غړپونه تیروي او اخر به دې د ملت ازار وهي او له دې ځایه به ورکیږي. ان شاءالله.

ګورئ! زما له دې خبرو هیڅکله هدف دا نه دی چې ګواکې همداسې دې یو بل سره وژل کیږو او جګړه دې روانه وي، زما موخه داده چې ملت باید د افغان وژنې عاملین وپیژني او پوه شي چې څوک د دوی په سرونو سوداوې او لوبي کوي.

راځئ چې ټول سره یو شو او سولې ته کار وکړو، هغه څوک له مخې لرې کړو څوک چې په جګړه کې خپلو ګټو ته بقاء ویني او د ټولو خلکو په مخ کې د دې سوله ضد څیرو په مخونو خاورې وروموښو ترڅو اینده نسلونو ته هم د عبرت درس وګرځي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *