امرالله صالح! ته څوک یې؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

امرالله صالح! ته څوک یې؟

لونګین

ته چې د تاجکستان په مساپر خانو کې پروت وې د امریکایانو در پام شو، د سي آی اې افسرانو ته دې ټول جغرافیوي او نقشوي معلومات ورکړل، بیا چې کله کابل سقوط شو، د سي آی اې له افسرانو سره ګډ په یوه طياره کې کابل ته راغلې، ته سي آی اې ته دومره اعتمادي شوې چې ستا لخوا څه ورته ویل کېدل هغه مستقیماََ د تائيد وړ وه او بیا له عارف سروري وروسته ته خامه خوله ماشوم د امریکایانو په مستقیمه مقررۍ د شا او خوا ۷ کلونو لپاره د افغانستان د استخباراتو رئيس شوې، تا پخپله یوه لیکنه “پس از مسعود” کې اقرار کړی چې د سي ای اې امریکایي استازي ( فل ) راته وويل چې نور د دې ضرورت نشته چې دپخوا غوندې استخباراتي معلومات لومړی تحلیل او کره کړې او بیا یې موږ (امریکایانو) ته مخابره کړئ ، څرنګه چې وضعیت اضطراري دی ، نوښایي چې هرډول استخباراتي معلومات راټول کړئ او پرته له لاس وهنې یې عجالتا سي آې اې ته مخابره کړئ صالح وایي فل راته وویل (دولت امریکا از شما می‌خواهد هر نوع اطلاعی که در اختیار دارید- یا بدست می‌آورید- با ما شریک سازید. من تکرار می‌کنم هر نوع اطلاعی که دارید با ما شریک سازید. خواهش ما این است که از تحلیل اطلاعات ابا ورزید. هرچه را که می‌شنوید و به‌دست می‌آورید، به‌صورت خام و دست‌نخورده، با ما شریک سازید. دیگر در آن حالت عادی قرار نداریم که اطلاعات پروسس‌ شده را ترجیح دهیم. حتا تبصره‌هایی که توسط مردم عادی در افغانستان می‌شود یا در دفاتر طالبان یا در صفوف جنگی آن‌ها صورت می‌گيرد، برای ما اهمیت دارد).
بیا دې داسې کړنو ته مخه کړه چې د لکونو پښتنو د مرګ، ژوبلې، بند، محکومیت او وروسته پاتې کېدو باعث شو، ستا په دغسې مستقیمو معلوماتو او کوردیناتو امریکایان زمونږ په کورنو او کلو، حجرو او جوماتونو، ښونځيو او مدرسو، پوهنتونونو او تعلیمي مراکزو، بازارونواو ودونو را ننوتل، بریدونه او بمبارۍ یې وکړې، کیمیاوي او بیولژیکي وسلې یې استعمال کړې، شپونکیان او دهقانان چې د ښار له شر او شوره خبر لا نه وه په غرونو کې اوسېدل تاسو هغه راوستل او د ماینونو اېښودو په جرم مو شل شل کاله بند ته واچول او د جګړې اور مو زمونږ په سیمو بل کړ او پایله یې دا چې هم امریکایان په شرمونو وشرمېدل، هم تاسې او هم مو مونږ له هستۍ او نېستۍ خلاص کړو.
اوس هم شرم نلرې ځان نه دې پردۍ نانځکه جوړه کړې، د شهرت هوس اخیستی یې، خپله او د مشرانو او د ملګرو د محاکمې وېرې اخیستی یې، نور درته څه پاتې ندي، نارې سورې دې جوړې کړي د سي آی اې په غلامۍ او حلقه بګوشۍ لکه غاړه شهر نو کې ګرځې، روند سبز دې هم جوړ کړی، یو څو لوټېره لنډغر دې پیدا کړي ځان داسې غټ تورزن درته ښکاري.
که دې وخت راغی خو حساب به درسره وشي، کنه ګرځه چېرته لنډغر لنډغر، همدا نړیوالو مفکرینو باندې خپل رُعب داب چلوه چېرته به دې مقرر کړي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *