وروسته تر هغې چې نن په کابل او ننګرهار کې داعش وسلوالو بریدونه وکړل او زیاته مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه، ولسمشر غني خپلو ځواکونو ته د طالبانو پر خلاف د پراخو تعرضي عملیاتو امر وکړ
که څه هم د یادو بریدونو مسؤلیت داعش وسلوالې ډلې په غاړه واخیست، خو افغان ولسمشر د توقع برخلاف د وسلوالو طالبانو پر ضد د علمیاتو اعلان وکړ
د ولسمشر غني له اعلان څو ساعته وروسته وسلوالو طالبانو د غني د څرګندونو پر خلاف تونده اعلامیه خپره کړه
طالبانو په اعلامیه کې ویلي چې د دوی ځواکونو داعش وسلوال د هیواد له ټولو اطرافي سیمو پسې اخیستي او افغان دولت ورته خپله غیږه کې فناه ورکړه چې اوس د خپلو شومو موخو لپاره د داسې بریدونو کار ترې اخلي
اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو د سولې د موافقتنامې وروسته چې بین المللي جهتونو هم امضاء کړې، خپل بریدونه په ولایاتو او لویو مرکزونو درولي ، یوازې په اطرافي سیمو کې او د افغان عسکرو له لوري ددوی تر کنترول لاندې سیمو باندې د تعرض پر وخت د خپلو سیمو دفاع کوي
د طالبانو په خبره افغان دولت د سولې د موافقتنامي له اولې ورځې د خنډونو په ایجادولو کې کوشش کړی او د پنځه زره بندیانو خلاصیدل چې د سولې د پرمختګ او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره لومړنی ګام وو، وځنډول او دادی اوس د داعش د بریدونو په اړه یې د طالبانو پرخلاف عملیات اعلان کړل
طالبانو خبرداری ورکړی چې ددوی ځواکونه په قوي مورال د خپلو سیمو او ولس د ساتلو توان لري او هر رنګه دفاع ته چمتو دي
په اعلامیه کې راغلي چې اشرف غني غواړي خپله پنځه کلنه موده د جګړې تر سیوري لاندې پرمخ یوسي، خو تر دې وروسته که جګړه څومره شدت پیدا کړي نو د جګړې د هرقسم شدت او بدوعواقبو مسؤلیت به د دولت پر غاړه وي
کریم بریال
څرگندون