د کابل، ننګرهار او بلخ بریدونه جنایت او وحشت دی، خو چا؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د کابل، ننګرهار او بلخ بریدونه جنایت او وحشت دی، خو چا؟

دکتور هاتف مختار

د ننګرهار برید وحشت دی، د کابل برید په انسانیت او مدنیت تیری دی، د بلخ برید په بشریت برید دی.
دوه خبرې دي، لومړی دا چې دغه ټول بریدونه د وحشت نموني دي او هغه چا ترسره کړي، چا چې د خپل ژوند بقاء په دغسې وژنو کې لیدلې ده.
بله خبره دا چې دلته دوله ډوله خلک دي، ځینو یې دا ټول وحشتونه غندلي او ځینو یې بیا فقط د ننګرهار او کابل په برید لکه د مکارې ښځو په شان نارې جوړې کړي دي، د بلخ جنایت خو ښکاره او واضح دی چې د بشریت د دعویدارانو عسکرو او غلامانو کړی، پاتې دوه بریدونه مالوم نه دي چې چا کړي خو د اشغال او د پردیو تالۍ څټي درګرده لګیا دي دغسې جنایتونه د ملت په مقدس قشر طالب پسې وتړي او ناکامه هڅه کوي ترڅو د هغوی سپینه لمن داغداره کړي.
عقل دا نه ایجابوي چې طالب دې په اوسني غوندې موقف کې داسې یو پست عمل وکړي، طالب په نړیوال سټیج ولاړ دی، نړۍ ټوله پرې راماته ده، د سیمې د هیوادونو باور یې ترلاسه کړی، په وروستیو کې یې د افغانستان د ازادۍ یو تاریخ جوړونکی تړون لاسلیک کړی نو څنګه به داسې یو عمل وکړي چې پخپل روڼ انځور پخپله خاورې وشیندي؟ ښکاره خبره ده چې دلته کیسه بله ده او څوک شته چې غواړي د طالب پاکه او شفافه څېره په ګردونو ولړي.
د ننګرهار او کابل غوندې ورته بریدونه په دې وروستیو کې هر وخت په داسې شرائطو کې رامنځته شوي، په کوم وخت کې چې د سولې خبرې مخ ته تللي او د کامیابیدو امکان یې زیات شوی خو ولې؟ ځواب روښانه دی، هغه اشخاص چې په جګړه کې یې نفسي خواهشات پوره کیږي او په سوله کې یې اروا او ګیډه تشه پاتې کیږي، څنګه سولې ته زړه ښه کړي، دې خلکو په داسې حالاتو کې کوشش کړی چې د نړیوالو دریځ یو ځل بیا د افغانستان په اړه بدل کړي او د خپلو شخصي ګټو د تأمین پخاطر د اشغال دوام ته دلائل پیدا کړي.
اوس هم موږ او تاسو په حساس پړاو کې قرار لرو، په نري دیوال ولاړ یو، خدای مکړه که مو پښه غلطه کیښوده، بې له خدایه مو بل څوک نشي راګرځولای، له دغه ټکي ځیني سوله ضد څېرې یو ځل بیا هڅه کوي چې د افغانستان حالت نړۍ ته بل رکم وروښیي، د دې لپاره نو مجبور دي چې چاودنې وکړي، مرګونه وکړي، په جنازو برید وکړي، په روغتونو برید وکړي او نور ډیر داسې کارونه وکړي چې وروسته بیا معما ترې جوړه وي.
نړۍ ته وښیي چې وګوره! دلته لا تر اوسه داسې حال دی، کله ورته وښیي چې ګوره طالب لا نه دی سم شوی، کله ورته د داعش نوم په خوله کې داسې او داسې کوي خو که یو څوک ترې وپوښتي چې داعش جا جوړ کړ؟ چا له طالبه خلاص کړ؟ په کابل کې چا په میلمستون کې ساتل؟ اوس چیرته پراته دي؟ ځواب به څه وي؟
خبره رانه اوږده شوه، مطلب مې دا وو چې د افغان وژنې ټول عاملین همدا د اشغال تالۍ څټي مزدوران دي، دوی د خپل واک د غځیدو دپاره له هیڅ قسم وحشت څخه مخ نه اړوي، راځئ چې موږ یې په خلاف یو موټی شو او د دې لپاره چې مبارزه مو ډیر ژر رنګ راوړي، په جاااار له طالب سره ودریږو او ننګه یې وکړو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *