د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر په کرونا اخته شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر په کرونا اخته شوی

د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او نامتو غړی علي وزیر په کرونا وایروس اخته شوی دی.

د غورځنګ نورو مشرانو هم دغه خبر تائید کړی دی خو وایي چې د نوموړي حالت د ډاډ وړ دی

محسن داوړ ویلي چې د نوموړي د ټیسټ پایله مثبته راوتلې ده

علي وزیر وایي، له هر چا چې له ماسره روغبړ کړی وي، هغوی دې خپل ټیسټونه وکړي

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د یاد غورځنګ د یو غړي عارف وزیر د وژل کیدو له امله دغه غورځنګ لویې غونډې جوړې کړې وې، چې له همدې وجې خلک په دوی ملامتیا وراړوي چې ولې یې په داسې وخت کې داسې غونډې کولې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *