افغانستان: په بریدونو او چاودنو کې تر ۲۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

افغانستان: په بریدونو او چاودنو کې تر ۲۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو په اساس تیره شپه د بلخ ولایت په خاص بلخ ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو په ملکي خلکو بمبار کړی او تر ۲۰ زیاتو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده
د سیمې اوسیدونکي وایي چې د شپې له تراویحو وروسته یو شمیر کلیوال د کروندو د اوبه کولو په خاطر را ووتل چې هوایي ځواکونو ورباندې بمبار وکړ او تر ۲۰ زیات ملکي خلک یې ووژل

خو افغان ځواکونه وایی چې وژل شوي کسان طالبان وو او په افغان ځواکونو د برید تابیا یې نیوله چې په نښه شول

د سیمې اوسیدونکو وژل شوي کسان د اعتراض په توګه بلخ ولایت ته راوړي او اعتراض یې پیل کړی

بل لور ته نن غرمه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې یو شمیر نامالومو وسلوالو په یو روغتون برید کړی چې د ځایي چارواکو په حواله پنځلس تنه ملکیان یې وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي

وسلوالو طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي دي

خو تر دې وړاندې په دغه سیمه کې داعش وسلوالو ګڼ شمیر بریدونه کړي دي

افغان دولت هم ددې برید په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړي چې بریدګر څوک وو، څو تنه وو او جسدونه یې څه شول

بل لور ته په ننګرهار کې د یو ځایي اربکي قومندان په جنازه کې چاودنه شوې چې ۲۶ تنه یې وژلي او ۵۵ نور یې ټپیان کړي دي

چاودنه د یاد ولایت د ښېوې ولسوالۍ د یو پخواني اربکي قومندان شیخ اکرم چې د زړه د دریدو له امله مړ شوی وو رامنځ ته شوې ده

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبدالله ملکزی او په ټپیانو کې د ولسي جرګې غړی ملک قیس نوراغا ملکزی هم شامل دي

وسلوالو طالبانو د ننګرهار په چاودنه کې هم لاس لرل رد کړي دي

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په هیواد کې جګړو زور اخیستی او حکومتي ځواکونه د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته د ورتللو هڅې کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *