طالب وسلوالو د هلمند د برید مسؤلیت په غاړه واخست – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالب وسلوالو د هلمند د برید مسؤلیت په غاړه واخست

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد برید یې د افغان حکومت له لورې په ملکي خلکو د بریدونو او د پرلپسې تخطیو په غبرګون کې کړی دی

په خبرپاڼه کې راغلي، چې برید یې د کابل اداري په هغه مرکز کړی چې د اردو او ملي امنیت تر ۱۵۰ کسانو پورې پکې دیره ول.

احمدي وایي، چې یاد مرکز یې د یوې درني او تکتیکي چاودنې په مټ له منځه وړی او د اردو او ملي امنیت لسګونه سرتیري یې په کې وژلي دي.

بلخوا د هلمند ولایتي چارواکي د پیښې تائید کوي خو دومره تلفات او زیانونه نه مني.

د هلمند والي محمد ياسين رسنيو ته ويلي د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج کې د طالبانو په موټر بم بريد کې د ملي امنيت ۵ سرتېري وژل شوي او د ۱۰ په شااوخوا کې ټپيان دي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *