هلمند: د ملي اردو او ملي امنیت په ګډ کنډک موټربم برید شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

هلمند: د ملي اردو او ملي امنیت په ګډ کنډک موټربم برید شوی

د هلمند ولایت څخه راپورونه وایي، چې نن ناوخته ددې ولایت د ګرشک ولسوالۍ نهر سراج سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت په ګډ کنډک موټربم برید شوی چې د لومړنیو مالوماتو پر اساس پنځه سرتیري پکې وژل شوي او لس نور ټپیان دي

له سیمې نه ازاد خبریال صدیق افغان په خپله پاڼه لیکلي چې د کنډک زیاته برخه نړیدلې او سرتیري تر خاورو لاندې بند پاتې دي

د برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *