پل څرخي زندان کې یو بندي د کرونا له امله وفات شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

پل څرخي زندان کې یو بندي د کرونا له امله وفات شوی

د پل څرخي زندان څخه راپورونه وایي چې په دغه زندان کې یو تن بندي علي حیدر د محمدامین زوی چې د بلخ ولایت اوسیدونکی وو د کرونا مرض له امله وفات شوی ده

په یاد زندان کې تر ۷۵ کسانو پورې بندیان په کرونا اخته شوي او نتیجې یې مثبتې راغلي دي

طالبانو د یاد بندي په وژل کیدو خواشیني ښودلې او د حقوق بشر او نړیوالو ټولنو یې غږ کړی چې د بندیانو وخیم حالت ته توجه وکړي
تیره ورځ طالبانو په یوه اعلامیه کې د بندیانو په اړه په تونده لهجه خبر ورکړی وو چې که بندیان یې د کرونا له امله تلف شي له سخت زړي دښمن څخه به یې د فرد فرد پوښتنه وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *