د غلام د غلامۍ انجام – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د غلام د غلامۍ انجام

ډاکټر هاتف مختار

زما ضمیر لا څلویښتۍ کې ازادي غوښتله
مور به تړلم په سوزنۍ ما به په چیغو ژړل

د غلامي پایله اخر هم ذلت وي. غلام که هر څو بادار ته نږدې شي، په یو دسترخوان او یوه کاسه سره کیني، حتی خپل سیال یې وبولي خو بیا هم په یاد ولری چې د غلام لفظ د کوم مفهوم لپاره وضع شوی، هغه هېڅکله تغیر نه کوي، یوه ورځ به داسې راځي چې همدغه سیال بادار به همدغه غلام خپلو پښو ته ټیټوي او اهانت به یې کوي، بله ورځ به د خوراک لوښی ورسره جدا کوي، بله ورځ به یې له دسترخوانه ولاړوي او بالاخره به یې په تش او خالي میدان داسې پریږدي لکه د اودس د وچیدو لوټه چې سړی څنګه له ځانه لرې وغورځوي.
په زولنو به تړلی وې، شکنجه کیږي به، وهل کیږي به، ربړول کیږي بع، په زندان کې به پروت وي، کلونه کلونه به یې لمر نه وي لیدلی، لکه قبر داسې تنګه کوټه به پسې قلف وي خو چې ضمیر ازاد وي، ملي او اسلامي احساس ژوندی او په ولولو وي، هېڅکله دا کس بندي او د پردیو تر اثر لاندې نه دی، تاریخ ثابته کړې چې میړني، په ازادۍ مین او د خپلواکۍ د اتلانو تل په پښو او لاسونو کې زولنې شرنګیدلي دي.
تقریباً ۱۹ کاله مخکې ستاسو زړه ته ولیدل چې له نني غوندې یو حالت سره به مخ کیږی؟
یو غلام راغی، بادار یې د سیال په سترګه ورته وکتل، امتیازونه یې ورکړل، په یوه کرسۍ ورسره کیناست هغه څه یې ورسره وکړل له کومو چې یو ازاد سړی هم برخمن وي خو په پای کې هماغه پورتنۍ د غلامۍ د پایلې خبر عمل ته راغله، بادار له غلامه بیزار شو، له کرسۍ یې ولاړ کړ ویې شړلو، او ویې رټلو. بل غلام یې تر مټې ونیوو او په هغه کرسۍ یې کینولو، دی کمعقل وو، نه پوهیده د پخواني غلام له انجامه یې عبرت نه وو اخستی، او د یو څو ورځو هوسونو او نفسي خواهشاتو را په مخه کړی وو، خوشبختانه بیا هماغه پیښه تکرار شوه، د غلامۍ د انجام او پایلې سره دوهم غلام هم مخ شو او د بادار لخوا ډیر توهین امیزه چلند ورسره وشو، داسې چلند چې یوڅوک یې د خپل پلار له قاتل او دښمن سره هم نه کوي.
د همدې بادار او غلامانو په هڅو او هاند چې کوم خلک په دې تور په زولنو تړل شوي وو چې ولې دې د غلامۍ او بادارۍ نسبت ته غاړه نه ږدي، نن هغو خلکو ته دا د بادارۍ د خیالي آس سواریان په زاریو وو او د خپل غلام په سر یې معامله ورسره وکړه. دا نو د خدای کړه وو، چې وشول
بښنه غواړم، خبره رانه بلې خوا ته لاړه، مطلب مې دا وو چې امریکایانو د کرونا وباء بهانه کړې او له افغانستانه یې خپل ۵ زره سرتیري ایستلي او د نورو د وتلو لړۍ لا روانه ده، خدای خبر چې اشرف غني به څومره زارۍ او خطونه سپینې مانۍ ته لیږلې وي؟

یادونه: خپرېدونکې لیکنې د لیکوال نظر وي، زموږ توافق ورسره شرط نه دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *