له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل؛ مجاهد وایي ۵ زره بهرني عسکر وتلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل؛ مجاهد وایي ۵ زره بهرني عسکر وتلي

وروسته له هغه چې د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، په لومړي ځل د دې تړون د یوې مهمې مادې د عملي کیدو په اړه خبر ورکړل شوی دی.

د وسلوالو طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد له یوه شخصي تلویزون (شمشاد) سره په مرکه کې ویلي چې ۵ زره بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي دي.

طالب ویاند زیاته کړې چې د هیواد له بیلا بیلو برخو دغه ځواکونه ورټول شوي او په ټکو یې چې د تخلیه شویو ځایونو پتې هم له دوی سره شریکي شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د توافقنامې یوه بل مهم اصل چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی، لا هم معتل پاتې دی.

په تړون کې د بین الافغاني ډیالوګ پیل د ۶ زره بندیانو تر خلاصون پورې معلق شوی چې لا هم دغه بندیان نه دي خوشي شوي.

طالبان استدلال کوي چې د دوی ۵ زره بندیان باید پرته له قید او شرطه د تیرې مارچ میاشتې تر لسمې پورې خوشي شوي وای خو افغان حکومت د بندیانو د خوشي کولو په پروسه کې خنډونه ایجادوي.

په ورته وخت کې په زندانونو کې د کرونا د مثبتو پیښو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو ګواښ کړی، چې که کچیرې د دوی کوم بندي فرد ته تاوان ورسید، نو په وینا یې د هر فرد فرد پوښتنه به کیږي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *