طالبان:که د کرونا له امله مو بندیان تلف شي؛ د فرد، فرد پوښتنه به یې وکړو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبان:که د کرونا له امله مو بندیان تلف شي؛ د فرد، فرد پوښتنه به یې وکړو

وروسته تر هغې چې کرونا د افغانستان زندانونو ته رسیدلې او د څرخي پله زندان کې تر څلویښتو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي، طالبانو یې په اړه تونده اعلامیه خپره کړې ده

وسلوالو طالبانو د حقوق بشر او نورو اړونده ټولو مراجعو باندې غږ کړی چې په زندانونو کې بندیانو ته د ورپیښ ناورین په مخنیوي کې عاجل لاس په کار شي

په اعلامیه کې راغلي، که امریکایانو د توافقنامې موافق د بندیانو د خلاصون چارې پر مخ وړې وای د روان ناورین مخه به نیول شوې وای

وسلوالو طالبانو په خورا تونده لهجه ویلي، چې که خدای مکړه زندانیان یې د کرونا له امله تلف شي پر وړاندې به یې هیڅکله چوپ پاتې نشي او د خپلو بندیانو د فرد فرد پوښتنه به وکړي

اعلامیه کې په زندانیانو هم غږ شوی چې حوصلې دې نه بایلي او په الله دې توکل وکړي او د صحي لارو چارو په عملي کولو سره دې د کرونا پروړاندې لاس په کار شي

دا په داسې حال کې ده چې د سولې موافقتنامه کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د پنځه زره بندیانو په خلاصون لاسلیک تر سره شوی وو خو افغان دولت یې پروړاندې خنډونه ایجاد کړل او د بندیانو د خلاصون پر ځای له طالبانو بار بار د اوربند غوښتنه وکړه چې طالبانو یې یاده غوښتنه رد کړې او د موافقتنامي له مخې د بندیانو خلاصون لومړی شرط بولي

د څرخي پله له زندانه هم بندیانو خبر ورکړی چې په سلګونو بندیان په کرونا ناروغي اخته شوي دي چې اکثره یې د پاخه عمر بندیان دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *