د غزني د رشیدان ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د غزني د رشیدان ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی

د غزني ولایت چارواکي وایي، چې د رشیدان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالقیوم د وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې لومړی ټپي او وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

دا په تیر یوکال کې ددې ولسوالۍ دوهم امنیه قومندان دی چې د طالبانو له لوري وژل کیږي

د غزني د امنیه قومنداني ویاند احمدخان سیرت د رشیدان ولسوالۍ د امنیه قومندان د وژنې د تصدیق تر څنګ ویلي چې یادې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري د وسلوالو طالبانو د بریدونو په شا تمبولو لپاره رسیدلي دي

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *