افغانستان کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۶۰ تازه پیښې ثبت شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

افغانستان کې په تیرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۶۰ تازه پیښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا ریاست وایي، چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۶۰ مثبتې پیښې ثبت شوي چې ۳۱یې یواځې په کابل کې دي

په دې تازه ثبت شویو شمیرو سره په ټول هیواد کې د کرونا د مریضانو تعداد ۹۹۳ ته ورسیده چې ۳۲ تنه یې وژل شوي او ۱۳۱ تنه ترې رغیدلي دي

دغه خبرې د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په کابل کې د کرونا ناروغي د درملنې د یو مرکز په پرانست غونډه کې کړي دي

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې سیاسیون او عام افغانان د کرونا د مخنیوی په اړه د دولت له ناغیړي سر ټکوي او وایي چې حکومت د کرونا په اړه هیڅ لازم اقدامات نه دي تر سره کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *