د څرخي پله زندان کې یو ناروغ بندي مړ شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د څرخي پله زندان کې یو ناروغ بندي مړ شوی

د کابل د څرخي پله په زندان کې يو تن ناروغ بندي عصمت الله د نیمروز ولایت د خاشرود اوسیدونکی تیره ورځ په دغه زندان کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی

وسلوالو طالبانو د یاد بندي په مرګ د خواشیني ښودلو تر څنګ ویلي چې
دغه بندي د یو علاج وړ ناروغي له امله وفات شوی

طالبانو د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو، او روغتيايي خيريه بنسټونو او ادارو ږغ کړی چې د زندانیانو د موجوده وضعیت په تغیر کې خپل مسئولیت ادأ کړي او له سرغړونکو سره د حساب کتاب د زمینې په مساعدولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څو ورځو راهیسې د یاد زندان د مخدر بلاک زندانیانو د نه خوراک اعتصاب کړی، خولې یې ګنډلي او یو شمیر زندانیانو ځانونو ته قبرونه کیندلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *