آیا اسلامي احکام په مصالحو بناء دي؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

آیا اسلامي احکام په مصالحو بناء دي؟

خامل وردګ

پدې هکله دوه نظریې وجود لري: باطله: اسلامي احکام په عقلي مصالحو بناء ندي. د دیني احکامو او د تعمیل په صورت کې یې د بدلې مثال داسې دی لکه یوسړی خپلو غلامانو ته ووایي دا ډبرې له دې ځای نه هاااغه ځای ته یوسئ._حا لانکه د ډبرو په وړلوکې، یوازې د غلامانو د آزمایلو نه پرته بله هیڅ ګټه هم نه وي_ که هر چا یوړې نو دومره انعام به ورکړم، اوکه نه نو دا، دا سزابه ورکړم. خو اهل حق بیا وایي چې د دین احکام په بېشمېره دنیاوي او اخروي. مادي او معنوي. ساینسي او روحاني اسرارو او ګټو باندې بناء دي. د دوی په نزد د شرعي احکامو رښتینی مثال هغه یو دی کوم چې د اسرارالشریعت د میدان نابغه شهسوار ” شاه ولی الله دهلوي” په خپل شهکاره أثر “حُجّة اللّه البالغة “کې ور کړی: لکه د یو چا غلامان په بېلابېلو ناروغیو مبتلا شي، نو یې بادار یو ډاکټر ور ولیږي؛ چې په کومو طریقو سره د دوی علاج ممکن وي هغه ټولې پرې عملي کړه، ترڅو روغ رمټ شي. طبیب هم دوی ته په ورتلو د ځینې کارونو د کولو او د ځینو د نه کولو سپارښتنه ورته وکړي. اوس که چا د طبیب خبره ومنله، نو د طبّي لارښوونو په عملي کولو سره هم پخپله د خوشاله اوصحتمند ژوند څښتن شو او هم یې خپل بادار خوشاله او راضي کړ او هم د بادار له لوري د دې طاعت په بدله کې ډیر انعامونه او تحفې ورکړای شوې. او که نه نو له یوې خوا د مرضونو له وجې په مشقت او هلاکت کې پرېووت او له بلې خوا یې بادار هم ترې ناراضه اوخپه شو چې بیا یې بادار د همدې سرکشۍ په مقابل کې ښه درنه سزا هم ورکړه. نو کټ مټ همداسې الله تعالی په روحاني مرضونواخته انسانانو ته انبیاء علیهم السلام رالیږلي؛ ترڅویې په خپلو روح بښونکو تعلیماتو سره هم صحت یاب کړي او هم یې د دنیوي او اخروي سعادت او الهي رضاء نه برخمن کړي.

شاه صاحب چې په نوموړي کتاب کې د شریعت په اسرارو باندې کوم بحث کړی هغه یوازې هغه چاته معلومیږي چې د رسا او تیز ذهن په درلودو یې دا کتاب څو څو ځله مطالعه کړی وي!!!! خو بیا یې هم په پای کې په ډېره عذر آمېزه لهجه داسې لیکي: پدې کتاب کې چې ما کوم اسرار ذکر کړل، هغه له هغو نه ډېېېر کم دي کوم چې د ما په سینه کې لا خوندي او پټ دي؛ ځکه زړه هر وخت د خپلو ټولو پټو علومو سخاوت او ژبه د هغو د بیان جرأت نکوي! او نه هره خبره باید عام محضر ته را وایستل شي! همداراز د موږ په سینو کې ودیعت شده اسرارِ شریعت بیا د هغو اسرارو په وړاندې د نشت برابر دي د کومو چې نبوي سینه حامله وه!!! او ولې به داسې نه وي؟ هغه زړه ته به_چې د وحی مهبط و_ د یو ادنی امتي زړه څنګه ورسیږي؟! همداراز د نبوي سینې همدا ناپایه علمِ اسرار بیا په هغو حکمتونو او مصالحو باندې له احاطې نه ډېېېر قاصر دی کوم چې الله تعالی پخپلو احکامو کې ایښي دي….!! له همدې ځایه د دې جلیل القدره علم د شان اندازه لګول پکار دي! او پدې پوهېدل ضرور دي چې دا اسرار نه انتهاء لري! او نه پرې څوک مکمل پوهېدیشي؛ خو د خپل وس مطابق کوښښ به کوو..!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *