امریکا: افغانستانه د سرتیرو ویستل ادامه لري – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

امریکا: افغانستانه د سرتیرو ویستل ادامه لري

د امریکا دفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د کرونا د خطر سربیره یې له افغانستانه د خپلو سرتیرو ویستل ادامه لري.

نوموړي ویلي، چې د ټولو فوځیانو او د هغوی د کورنيو پر سفرونو یې بندیز لګولی؛ خو له افغانستانه یې د خپلو عسکرو ویستل نه دي درولي او دا کار په چټکۍ روان دی.

دا راز نوموړي د خپلو ټولو فوځي تمريناتو د لغوه کیدو خبر ورکړی دی او تر څنګ یې ويلي، چې د امریکا د امنیت ساتلو چارې به نارمل روانې وي.

باید وویل شي، چې تر اوسه د امريکا په فوځ کې دننه پر کرونا د اخته کیدو د ۲۲۷ مثبتو پیښو د ثبت کیدلو خبر ورکړل شوی دی.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *