بوتسالي: افغانان دې د سولې او ثبات لپاره سره یو موټی شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بوتسالي: افغانان دې د سولې او ثبات لپاره سره یو موټی شي

په افغانستان کې د اسلامي همکارۍ د سازمان استازي حسین اوني بوتسالي په افغانانو غږ کړی دی، چې هیواد کې د سولې او ثبات لپاره سره یو موټی شي.

نوموړي ویلي دي، چې نور د دې وخت دی، چې ټول افغانان سره یو موټی شي او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره پوره هڅه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ملکي استازولۍ یا یونامه په یوه تازه اعلاميه کې ويلي دي، چې د روانې مياشتې له پیل نه تر ۲۵ پورې په جګړه ۱۰۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې په کندوز کې د دوو جلا جلا هوايي بریدونو په ترس کې تر لسو زیات ملکي وګړي ووژل شول، چې يوازې ۱۱ یې د یوې کورنۍ غړي وو.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *