د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: له افغان حکومته مایوسه یو، یو میلیار ډالر مرسته مو ورسره کمه کړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: له افغان حکومته مایوسه یو، یو میلیار ډالر مرسته مو ورسره کمه کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغی او د دواړو اعلان شویو ولسمشرانو سره یې جدا جدا رسمي لیدنې وکړې.

له کابل څخه وروسته نوموړی د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړاو هلته یې د طالب مشر ملا عبدالغني برابردر سره ملاقات وکړ

پمپیو له دې سفر څخه وروسته په یوه اعلامیه کې د افغانستان له روان سیاسي کړکیچ څخه بیزاري ښودلې او د مرستو د کمولو اعلان یې کړی.

په دې اړه د پمپیو خپره شوې اعلامیه کټ مټ ستاسو مخ ته ایږدو

”متحده ایالات د افغانستان اسلامي جمهوریت او د افغانستان خلکو سره پر ملګرتیا ویاړي او د هغو لاسته راوړنو ستاینه کوي چې افغانستان د ۲۰۰۱ وروسته لاسته راوړي دي.

مونږ په ګډه ژورې اړیکې جوړي کړي، په ځانګړي ډول د افغان ځواکونو سره، له چا سره چې موږ نړیوالې ټولنې ته د ګواښونو په دفاع کې د کال ۲۰۰۱ راهیسې ګډې قربانۍ ورکړي دي.

متحده ایالات د خپل ملي لومړیتوب پر اساس غواړي چې د ۴۰ کلنې ویجاړونکې جګړې په پای ته رسولو کې د سیاسي جوړجاړي له لاري مرسته وکړي، ځکه د بهرنیو چارو وزیر پومپیو نن د یو بیړني پیغام سره کابل ته ولاړی. هغه په ​​مستقیم ډول د افغان مشرانو سره خبرې وکړې ترڅو هغوی اماده کړي چې د افغان ولس لپاره په خپلو موقفونو کې انعطاف وکړي.

متحده ایالات په کلکه خواشینی دی چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رییس عبدالله عبدالله بهرنیو چارو وزیر پومپیو ته خبر ورکړ چې دوی په دې نه دي توانیدلي تر څو پر داسې یو ټول شموله حکومت باندي موافقه وکړي چې د حکومتدارۍ ، سولې او امنیت ننګونو سره مقابله وکړي او د افغانستان ولس د سوکالي او روغتیا لپاره کار وکړي.

متحده ایالات د دوی څخه مایوسه دی او د دوی له دغه چلند څخه، چې د افغانستان او زمونږ مشترکو ګټو ته څه معنی لري. د دوی ناکامي د متحده ایالاتو – افغانستان اړیکو ته زیان رسولی او له بده مرغه هغه افغانان ، امریکایان او د ایتلاف ملګرو ته سپکاوی دی چې د دې هیواد د نوي راتلونکي جوړولو په مبارزه کې یې خپل ځان او مال قربان کړی دی.

ځکه چې د افغان مشرانو پاتې راتګ د متحده ایالاتو ملي ګټو ته مستقیم ګواښ دی ، سمدلاسه به ، د متحده ایالاتو حکومت له افغانستان سره د همکارۍ پر اړخونو بیا کتنه پیل کړي.

د نورو ګامونو تر څنګ، نن ورځ موږ په افغانستان کې د خپلو مصارفو لپاره مسؤلانه بدلون اعلانوو او په سمدستي توګه په روان کال کې ۱ ملیارد ډالرو مرسته کموو.

موږ غور کوو چې په ۲۰۲۱ کې د ۱ ملیارد نورو ډالرو مرسته کمه کړو.

موږ به همداسي د نورو کمښتونو مالومولو لپاره د خپلو ټولو پروګرامونو او پروژو بیا کتنه پیل کړو، او د افغانستان لپاره راتلونکي تمویلوونکو کنفرانسونو کې به زموږ پر ژمنو له سره غور وکړو.

افغان مشرانو ته مو څرګنده کړه چې موږ به د هغو امنیتي عملیاتو ملاتړ نه کوو چې سیاسي اهداف لري، او نه به د هغو سیاسي مشرانو ملاتړ وکړو څوک چې د ورته عملیاتو امر کوي، یا هغه څوک چې د موازي حکومت ملاتړ کوي.

متحده ایالات باوري دی چې سیاسي جوړجاړی د شخړې یوازینۍ حل لاره ده. موږ یادونه کوو چې افغان مشران د ګډې اعلامیې پراساس له خپلو ژمنو سره په متغایر ډول عمل کوي ، په ځانګړي ډول د یوه داسې ملي ټیم په رامینځته کولو کې پاتې راغلي چې په بین الافغاني خبرو اترو کې برخه واخلي یا د باور فضا را منځ ته کولو په موخه د دواړو خواو لخوا د بندیانو خوشې کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي تر څو سیاسي جوړجاړی او دایمي او هراړخیز اوربند ترلاسه شي. د متحده ایالاتو – طالبانو د موافقې سره سم مونږ د خپلو ځواکونو مشروط ایستلو پروسې سره پر مخ روان یو.

که چیرې افغان مشران د ټول شموله حکومت تشکیل غوره کړي کوم چې وکولای شي امنیتي خوندي کړي او د سولې په پروسه کې برخه واخلي، متحده ایالات چمتو ده چې د دې هڅو ملاتړ وکړي او پر ننیو اجراءاتو بیا له سره کتنه وکړي.

متحده ایالات له افغانستان سره خپله ملګرتیا نه پریږدي او نه هم د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ژمنو څخه پر شا کیږي، مګر د افغان مشرانو غیر مسؤلانه کړنو ته په کتو مونږ غواړو چې پر خپلو همکاریو بیا غور وکړو. ددې لپاره چې د افغان ولس لپاره د امریکا د متحده ایالاتو کلک هوډ څرګند شي، متحده ایالات به په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپریدو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۱۵ ملیونه ډالره مرسته وکړي.“

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *