که بندیان آزاد شي د حوت پر۲۰ مه بین الافغاني مذاکراتو ته تیار یو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

که بندیان آزاد شي د حوت پر۲۰ مه بین الافغاني مذاکراتو ته تیار یو

همدا اوس د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل ټویټ وکړ چې:

‏که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي نو په وینا یې چې دوی د حوت په ۲۰مه چې د مارچ له لسمې نیټې سره سمون خوري، بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دي.

نوموړي زیاته کړې چې زموږ مذاکراتي ټیم آماده او اجنډا مو تیاره ده او د شوي توافق سره سم پر مخ ځو، که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه یې د نورو په غاړه ده.

شاهین دا ټویټ په داسې حال کې کوي چې افغان حکومت د طالب بندیانو له ازادولو څخه انکار کړی او تینګار یې کړی چې دا موضوع باید د بین الافغاني مذاکراتو په احنډا کې داخله شي

خو طالبان بیا استدلال کوي چې د بندیانو د ازادیدو خبره له امریکایانو سره د شوې توافقنامې برخه ده، او د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې یې عملي کول ضرور دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *