د سولې سند لاسلیک کې به د امریکا له طرفه مایک پامپیو حاضر وي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

د سولې سند لاسلیک کې به د امریکا له طرفه مایک پامپیو حاضر وي

د افغانستان د سولې په اړه د تاریخي سند مراسم نن په دوحه کې د نړیووالو په حضور کې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک کیږي

دغې غونډې ته د دیرشو هیوادونو د استازو په شمول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ورغلی ده او د افغانانو له طرفه به ښایي ملا برادر اخند لاسلیک کوي

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې د سولې په موافقه خوښي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې که طالبان او افغان دولت د سولې شرائطو ته ژمن پاتې شول مونږ به خپل ځواکونه له افغانستان څخه راوباسو او دا به مو یو غټ کار کړی وي

ټاکل شوې چې نن ماسپښین به په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې تاریخي سند لاسلیک شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *