طالبان: که د سولې تالار ته ددوی له خوښۍ پرته څوک راوستل شول اعتراضا به له غونډې ووځو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبان: که د سولې تالار ته ددوی له خوښۍ پرته څوک راوستل شول اعتراضا به له غونډې ووځو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پلاوي ویلي چې که سبا د غونډې تالار ته داسې کسان راوستل شول چې دوی یې نه غواړي د اعتراض په ډول به غونډه ترک کړي او وبه وځي

طالبانو داسې مهال دا خبره کړې چې افغان دولت اعلان کړی چې ددوی له طرفه شپږ تنه قطر هیواد ته د طالبانو په غوښتنه ورغلي دي تر څو له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې وکړي، خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوی نه افغان دولت ته بلنه ورکړې او نه ورسره ویني

ټاکل شوې چې سبا ورځ د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې طالبان او امریکا د دیرشو هیوادونو د مشرانو په موجودیت کې د افغان جګړې اختتامي سند امضاء کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *