عبدالعزیز کاملوف هم دوحې ته رسېدلی. – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

عبدالعزیز کاملوف هم دوحې ته رسېدلی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف، د قطر هیواد دوحې ته رسیدلی دی

نوموړی به په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

دی وايي، چې د افغانستان د سولې له پروسې خوشبین دی او په ټکو یې چې د سیمې هیوادونو ته پکار ده چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره په ګډه کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې اکثره میلمانه قطر ته رسیدلي او ځیني لا هم بر لاره دي.

تیره ورځ په کابل کې د امریکایي پوهنتون استاد تیموتي ویکس چې له طالبانو سره بندي وو، هم قطر ته ورسید او هرکلی یې انس حقاني وکړ

یاده دې وي، چې سبا به د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې تړون لاسلیک شي.

حمید چنار

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *