سبا ”۲۹م د فبروري“ به د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

سبا ”۲۹م د فبروري“ به د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي

ټاکل شوې ده چې سبا ته د فبروري په ۲۹مه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هغه تړون لاسلیکیږي چې یو نیم کال یې په اړه پرې مذاکرات سره وکړل

د دې موافقې د لاسلیک مراسم به د دوحې په شېراټن هوټل کې ترسره شي چې د لسګونو هیوادونو استازي به پکې ګډون وکړي

په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې افغان وطن ته وویل چې په سبانیو مراسمو کې به د ۳۰ هیوادونو استازي ګډون وکړي.

تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې په تړون به د طالبانو لخوا څوک او د امریکایي لوري لخوا څوک لاسلیک کوي خو د ځینو سرچینو له قوله چې طالب لوري ته نږدي دي ویلي، که د امریکایي لوري لخوا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا موافقه لاسلیکوي نو د طالب لوري لخوا به یې ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي او په وینا یې که خلیلزاد پرې امضا کوي نو له طالب لوري به یې هم کوم بل طالب مشر امضا کړي.

دا موافقه په داسې وخت کې لاسلیکیږي چې د مذاکراتو دواړو اړخونو ۷ ورځې په اورکم موافقه کړې وه او تر ننه پورې پوره بریالی په مخ روان دی.

د موافقې له لاسلیک وروسته به ۵ زره طالب بندیان هم خوشي شي او همدا راز به طالبان هم زر تنه افغان عسکر خوشي کوي

ټاکل شوې د راتلونکې میاشتې په ۱۰مه نیټه بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي خو ځای یې لا نه دی په ډاګه شوی.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *