طالبان او امریکا: د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه موافقه لاسلیکوو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

طالبان او امریکا: د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه موافقه لاسلیکوو

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو وروستي مراحل په رارسیدو دي.

دواړو لورو نن د موافقې د لاسلیکیدو نیټه اعلان کړې ده.

دا موافقه به په ۲۹م د فبروري د قطر په دوحه کې لاسلیکیږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین لیکلي: ”‏داسلامي امارت او امریکا د مذاکراتي ټیمونو د اوږدو مذاکراتو وروسته توافقنامه مکمل شوې او د روانې میلادي فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه به ددواړو لوریو له خوا په دوحه کې لاسلیک شي.
پدې مراسمو کې به د یوشمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هئیتونه د شاهدانو په توګه ګډون وکړي.“

شاهین زیاته کړې چې موافقنامې له مخې به له هیواده ټول بهرني ځواکونه وځي او همدا رنګه په ټکو یې چا ته به اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد استعمال کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي:” د لسیزو شخړو راورورسته، موږ او طالبانو په ګرده افغانستان کي د تشدد پر فوق العاده راکمولو باندي مو موافقه وکړه.
دا د سولي په اوږده مزل کي لومړی ګام دی.
زه پر ټولو افغانانو باندي ږغ کوم چي دا فرصت غنیمت وګڼي.“

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې او محمد اشرف غني یې ګټونکی اعلان کړ.

امریکا تر اوسه ولسمشر غني ته مبارکي نه ده ورکړې خو مایک پمپیو تیره ورځ ویلي وو، د ټاکنو پایلې ارزوي او له هغه وروسته به خپل غبرګون وښیي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *