امریکا د افغان جګړې په کلنۍ بودیجه کې درې میلیارده کموالی راوستی ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

امریکا د افغان جګړې په کلنۍ بودیجه کې درې میلیارده کموالی راوستی ده

له امریکا څخه خپریدونکې ورځپاڼې ملیټري ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د یو چارواکي له قوله خبر ورکړی چې امریکا د راتلونکي کال ۲۰۲۱ لپاره د جکړې په کلنۍ بودیجه کې د پام وړ کموالی راوستی ده

ورځپاڼې د یاد چارواکي له قوله ویلي چې د افغانستان د جګړې لپاره امریکا ۱۷ ملیارده بودیجه ځانګړې کوله خو د راتلونکي کال لپاره یې یاده بودیجه ۱۴ ملیارده ډالرو ته راښکته کړې ده

که څه هم افغان جکړه هرکال د تیر په پرتله شدت مومي خو امریکا نوره د افغان جګړې څخه ستړې ښکاري او غواړي نو له دغې ناګټونکې جګړې خپلې اوګې سپکې کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *