ننګرهار کې ګډو ځواکونو خپلمنځي نښته کې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

ننګرهار کې ګډو ځواکونو خپلمنځي نښته کې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

له ننګرهار څخه تازه راپورونه وایي چې ګډوځواکونو د عملیاتو پرمهال خپلمنځي نښته کړې چې له امله یې شپږ امریکایي او شپږ افغان کمانډو عسکر وژل شوي دي

یاده نښته د شیرزادو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده
د سیمې څخه ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د ملي اردو یو تن سرتیري جاوید چې د روداتو د ولسوالي اوسیدونکی وو په امریکایي ځواکونو د پیکا برید کړی او اته تنه امریکایان یې وژلي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي چې وروسته د دواړو لوریو تر منځ نښته رامنځ ته شوه او د بریدګر جاوید په شمول افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله واوښته
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د رسنیو له دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر وخت د ګډو ځواکونو تر منځ جګړه شوی او دوی یې په اړه څیړنې پیل کړي دي

تر اوسه معلومه نه ده چې د دواړو لوریو د جګړې انګازه څه ده؟
ایا دا کوم نفوذي برید ده او که څنګه
طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *