په بلخ او بغلان کې ۱۰۲ عسکر له طالبانو سره یو ځاي شوې دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه

په بلخ او بغلان کې ۱۰۲ عسکر له طالبانو سره یو ځاي شوې دي

د راپورونو په اساس ۱۰۲ کسان چې د بلخ ولایت زارع، کلدار او خاص بلخ او همداشان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې دملي اردو، ملي پولیسو او د نظم عامه اربکیانو په لیکو کې یې دندي اجرأ کولې له وسلوالو طالبانو سره یو ځاي شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر د دې خبر د تائید تر څنګ لیکلي، چې د بلخ ولایت زارع، کلدار اوبلخ ولسوالیو کې د جلب جذب کمیسون د چارواکو په هڅو ۵۴ تنه او همدا شان د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴۸ تنه د ملي اردو ملي پولیس چې مخکې یې د کابل ادارې په امنیتي ارګانو کې دندې ترسره کولې، د حائقو په درک کولو سره له اسلامي امارت سره یو ځای او خپل عادي ژوند ته راوګرځېدل

دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د هیواد شمالي ولایتو کې د هوا د سړیدو سره بیا هم جګړو ډیر زور اخستی دی

د نظامي کارپوهانو په اند د کابل اداره په دې کې پاتي راغلې چې خپلو عسکرو ته په وخت تنخوا او اکمالات ورسوي، همدا سبب دی چې ډیری امنیتي کسان خپلې دندې پريږدي.

تر اوسه د بلخ او بغلان ولایتي چارواکو په دې اړه رسنیو کوم غبرګون نه دی ښودلی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *